د طالبانو تازه فرمان صادر کړی چې د عاشقانه شعرونو او لیکنو ویل منع کوي. د فرهنګي فعالانو په وینا، دا کار نه یوازې پر د وینا پر ازادۍ ښکاره برید دی، بلکې د افغانستان پر ژبه، کلتور او تاریخي هویت مستقیم یرغل ګڼل کېږي.د شعر کور په جلاوطنۍ کې، چې د ۲۰۲۲ د جنورۍ پر ۱۵ نېټه د طالبانو د لومړي فرمان پر وړاندې رامنځته شوی، دا نوی بندیز «غیر انساني» بللی او په څرګند ډول یې غندلی دی.په دې نهاد کې راغلي: «طالبان د افغانستان حتا د انسان زړه له عاشقانه درزا هم منع کوي. دا ظلم او وحشت باید بې له هېڅ ډول تردیده له منځه یووړل شي.»دغه فرهنګي مرکز وایي چې طالباني فکر د انساني ارزښتونو او بنسټیزو ازادیو سره ښکاره ټکر لري او هېڅ انسان په نړۍ کې باید د داسې بدوي او انساني ضد لیدلوري لاندې ژوند ته اړ نه شي.د شعر کور فعالان باور لري چې طالبان افغانستان په داسې زندان بدل کړی چې په کې حتا مینه او د انسان خلاقیت ځپل کېږي.دغه مرکز له شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوښتي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او په ګډ غږ د سانسور او ځپنې پر وړاندې «نه» ووایي.په اعلامیه کې ټینګار شوی: «شعر تل د افغانانو د زرګونو کلونو فرهنګ نه بېلېدونکې برخه وه او هېڅ افراطي ډله حق نه لري چې دا د بندیز یا سانسور تر سیوري لاندې راولي.»دغه نهاد همداراز ویلي چې د وینا ازادي او د مینې کولو حق د انسان له اساسي حقونو څخه دي او هېڅ ډله حق نه لري چې دا حقونه محدود کړي.د شعر کور په جلاوطنۍ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یووالي له لارې د ازادۍ غږ په افغانستان کې پیاوړی کړي او د هر ډول سانسور، تبعیض او فرهنګي بندیز پر وړاندې ودریږي.په اعلامیه کې په پای کې ویل شوي: «شاعران، هنرمندان او د افغانستان خلک د مینې او ازادۍ له ژوند سره وړ دي او د ازادۍ غږ هېڅکله د افراطي ډلو په لاس نه شي چوپېدلای.»
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

