ملګرو ملتونو او نړیوالو چارواکو د تېرې شپې د کنړ ولایت د زورورې زلزلې په غبرګون کې د بیړنیو مرستو د رسولو خبر ورکړی او د بشري تلفاتو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.ریچارد بینټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، په «اېکس» کې لیکلي: «د کنړ د ویجاړوونکې زلزلې د خبر په اورېدو زړونه مو د قربانیانو کورنیو او زیانمنو ټولنو سره دي. د ژغورنې ټیمونو لپاره د ځواک او بریا هیله لرم.»ملګرو ملتونو په خپل رسمي پیغام کې ویلي چې د دې سازمان د مرستو او ژغورنې ډلې د زیانمنو سیمو ته رسېدلي او بیړني ګامونه یې د مرستو د برابرولو او د خلکو د ملاتړ لپاره پیل کړي دي. په پیغام کې ویل شوي: «زموږ فکرونه له زیانمنو ټولنو سره دي او د هغوی د کړاو د کمولو لپاره به هر ډول هڅه وشي.»دغه زلزله په ختیځ افغانستان کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او د کورونو او بنسټیزو تاسیساتو پراخ ویجاړې یې رامنځته کړي دي.ځایي او نړیوال چارواکي خبرداری ورکوي چې د قربانیانو شمېر ښايي لا ډېر شي او د بیړنیو مرستو رسېدل خورا مهم دي. راپورونه ښيي چې د کنړ ولایت د وټهپور، مانګي، چپهدره، څوکۍ او نورګل ولسوالۍ تر ټولو زیات زیانمنې شوې دي او ګڼ کسان لا هم د خټو لاندې بند پاتې دي.ملګرو ملتونو او نړیوالو استازو غوښتنه کړې چې زیانمنو سیمو ته دې بېړنۍ بشري مرستې ولېږل شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

