د طالبانو چارواکي وایي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر له ۸۰۰ تنو اوښتی دی.د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې تر ټولو ډېر تلفات د کنړ ولایت دي او د نورګل ولسوالۍ ګڼ کلي په بشپړ ډول نړېدلي دي.ځايي سرچینې وایي چې د ننګرهار او کنړ په روغتونونو او د عامې روغتیا په مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو کموالی د دې سبب شوی چې د ټپیانو درملنه، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، له ستونزو سره مخ شي.دغه زلزله چې د یکشنبې په ماښام، د وږي په ۹مه، رامنځته شوه، د کنړ او ننګرهار ترڅنګ په لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې هم درانه زیانونه پېښ کړي دي.سره له دې چې د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو اندېښنې شته، ځینې نړیوالې ادارې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او د ایران حکومت، د بیړنیو مرستو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

