ملګرو ملتونو په افغانستان کې ویلي چې د ننګرهار او کنړ ولایتونو د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله زیانمنو کسانو ته په جدي ډول رسیدنه کوي او بیړنۍ او حیاتي مرستې وړاندې کوي.د ملګرو ملتونو د نړیوالې روغتیا سازمان ډلې په روغتونونو او د عامې روغتیا په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي څو د ټپیانو درملنه وکړي او د خلکو عاجله روغتیایي اړتیاوې ارزونه کړې. په همدې ترتیب، د درملو او نورو تدارکاتو ویش په پرلهپسې ډول روان دی.همدارنګه، د ملګرو ملتونو روغتیایي ډلې خورا زیانمنو سیمو ته استول شوي څو د ټپیانو د ژوند ژغورنې او د قربانیانو د وضعیت رسیدنې په برخه کې مرسته وکړي.د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې لومړیتوب د بیړنیو مرستو برابرول، د محلي درملنې مرکزونو ملاتړ او په دې ولایتونو کې د روغتیایي بحران د پراختیا مخنیوی دی.دغه سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او همکار بنسټونه باید د افغانستان خلکو سره ولاړ وي او د دې طبیعي فاجعې د زیانونو د کمولو لپاره خپل سهم ترسره کړي.دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکي وایي، د ختیځو ولایتونو په زلزله کې د مړو شمېر له ۸۰۰ تنو زیات شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې تر ټولو ډېر تلفات د کنړ ولایت کې دي او د نورګل ولسوالۍ څو کلیو په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
پنځه کاله له راتلونکي څخه لرې؛ د هغو نجونو کیسه چې د زدهکړو په منځ کې پاتې شو
زهرا لا تر اوسه له ښوونځي څخه فارغه شوې نه وه. نگینه په یوولسم ټولګي کې وه او شقایق د...
Read more

