و سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.د دواړو هېوادونو حکومتونو د يکشنبې شپې د سختې زلزلې له امله په ځانګړي ډول د کنړ په ولايت کې، د قربانيانو له کورنيو سره د تسليت او غمشریکۍ تر څنګ، د خپلو بشردوستانه مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.کاناډا په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي چې د خپلو بشردوستانه شریکانو له لارې د زلزلهځپلو خلکو د مرستې لپاره چمتو دی. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې دغه هېواد د دې طبيعي پېښې له انساني تلفاتو او ويجاړيو ژور اغېزمن شوی او د کاناډا د خلکو زړونه له اغېزمنو شويو کورنيو سره دي. کاناډا زياته کړې چې د محلي شریکانو له لارې به خپلې عملي مرستې ته دوام ورکړي.همدارنګه د فرانسې حکومت په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په دغو سختو شرايطو کې خپله بشپړه همدردي ورسره څرګندوي. دغه هېواد زياته کړې چې د افغان ښځو او نارينه وو د مرستې لپاره به د فرانسې بشردوستانه پروګرامونه دوام وکړي.فرانسه او کاناډا له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو بحرانونو کې مرستې کړې وې او هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د زیانمنو شویو خلکو عاجلې اړتياوې پوره کړي.مرستې کې د ضروري توکو لېږل، روغتيايي ملاتړ او د بېکوره شويو کورنيو لپاره د سرپناه برابرول شامل دي.د افغانستان په ختيځ کې د بشري ناورين له سختېدو سره، د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مرستې او غبرګونونه د اغېزمنو شويو کورنيو د ستونزو په کمولو کې د هيلې وړ بلل کېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

