راپورونه ښيي چې د کنړ ولايت په ځينو سيمو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله لا هم د څو کسانو جسدونه د ورانو شویو کورونو لاندې پاتې دي او د سيمې ستونزمن جغرافيايي حالت د مرستو رسولو بهير له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.د طالبانو ځايي چارواکو رویټرز ته ويلي چې د قربانيانو د کره شمېر نهدی معلوم او د ځينو غرنیو سيمو ته د نهرسېدو له امله د پاتې جسدونو د شمېر اټکل ممکن نه دی.احسانالله احسان، د کنړ د طبيعي پېښو د مبارزې رييس، ويلي چې د ژغورنې عمليات پرون په څلورو کليو کې ترسره شوي او اوس د مرستو تمرکز پر لروبرتو سيمو دی. هغه زياته کړې: «موږ هڅه کوو چې د امکان تر حده ژر د ژغورنې عمليات بشپړ کړو او مرستې د زيانمنو کورنيو ته ورسول شي، خو د هوايي حالاتو او د غرنیو لارو وضعیت ستر خنډونه جوړ کړي دي.»د نوموړي په وينا، ډېری غرني سړکونه تنګ دي او ځينې لارې تړل شوې دي، چې د مرستو په رسېدو او د ټپيانو په لېږد کې ځنډ رامنځته کړی دی. سربېره پر دې، د کنړ د سرحدي سيمو ډېری خټين کورونه چې د پاکستان تر څنګ موقعيت لري، په بشپړ ډول نړېدلي دي.نړيوالې روغتيايي ادارې (WHO) هم ويلي چې شاوخوا ۱۲ زره تنه د دې وروستۍ زلزلې له امله په کنړ او شاوخوا سيمو کې اغېزمن شوي او د عاجلو مرستو اړتيا لري.دا مرګونې زلزله له هغې وروسته چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شوي، څلورمه ورته پېښه بلل کېږي او اندېښنې د زيانمنو شويو خلکو د حالاتو او د هغوی د عاجلو اړتياوو په اړه لا هم دوام لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

