د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ختيځ افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د خلکو د عاجلو اړتياوو د پوره کولو لپاره يو ميليون پونډ بیړنۍ مرسته ځانګړې شوې ده.دغې مرستې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) ته سپارل کېږي تر څو د اړوندو ادارو په همغږۍ د زيانمنو شويو خلکو لپاره عاجلې مرستې ورسوي.د رسمي اعلاميې له مخې، د مرستې په بسته کې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو لېږل، د بيړنيو طبي کټونو برابرول، د ښځو لپاره ځانګړي توکي او د بېځايه شويو کورنيو لپاره د موقتي سرپناه جوړول شامل دي.د بريتانيا چارواکو ويلي چې د دې ګام موخه د هغو کورنيو عاجل ملاتړ دی چې د وروستۍ ورانوونکې زلزلې له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي او په سختو شرايطو کې ژوند کوي.د يکشنبې شپې (۹ د وږي) سختې زلزلې د افغانستان ختيځ ولايتونه، په ځانګړي ډول کنړ او ننګرهار ولړزول، چې په پايله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپيان او بېکوره شول.د قربانيانو شمېر لا هم د زياتېدو په حال کې دی او د مرستو د رسولو هڅې دوام لري. بريتانيا د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټينګار کړی چې د نړيوالو سازمانونو په همغږۍ به د زيانمنو شويو ملاتړ ته دوام ورکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

