د يکشنبې شپې د وږي ٩ مه د سختې زلزلې وروسته چې په کنړ او ننګرهار ولايتونو کې يې د سلګونو خلکو ژوند واخيست او زرګونه نور يې ټپيان کړل، د افغانستان له خلکو سره د نړيوالې همدردۍ او مرستو څپه راپورته شوې ده.د سویس د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې فاجعې له زيانمنو شويو سره د بشردوستانه مرستو د لېږلو تياری نيسي. په اعلاميه کې راغلي: «موږ د دې انساني ناورين له ټولو قربانيانو او اغېزمنو کورنيو سره خواخوږي کوو.» د سویس چارواکو په وينا، دغه مرستې به د دې هېواد د بشردوستانه دفتر له لارې په کابل کې خلکو ته ورسول شي.له بلې خوا، د قطر د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې مريم بنت علي بن ناصر المسند، د قطر د نړيوالو همکاريو په چارو کې د دولت وزيره، د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا له وزير محمد يونس آخندزاده سره په ټيلېفوني خبرو کې د قربانيانو له کورنيو سره د تسليت تر څنګ ويلي چې دوحه چمتو ده د دې ناورین د اغېزو د کمولو لپاره عاجلې او ضروري مرستې برابرې کړي.پاکستان هم ويلي چې د زلزلهځپلو د مرستې او د زيانمنو شويو سيمو د بيا رغونې لپاره بشپړه همکاري ته چمتو دی. محمد اسحاق دار، د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير، د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره په خبرو کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې اسلامآباد به هر ډول اړين ملاتړ برابر کړي.د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د يکشنبې شپې (۹ د وږي) زلزلې تر اوسه د ۸۰۰ زياتو کسانو ژوند اخيستی او له ۲۵۰۰ زيات نور يې ټپيان کړي دي.په ورته وخت کې، د کورنيو ژغورنې ټيمونه او نړيوالې ادارې د پېښې په اغېزمنو سيمو کې د ژر تر ژره رسېدنې لپاره حاضر شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

