د افغانستان ختیځو ولایتونو کې له مرګونو زلزلې وروسته، ریچارډ بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.بنت د سهشنبې په ورځ، د وږي په ۱۱مه، په خپله د «ایکس» پاڼه کې لیکلي چې په اوسني وضعیت کې باید اساسي لومړیتوب د کنړ او ننګرهار د زلزلهځپلو اړتیاوو ته رسېدنه وي، نه د افغان کډوال ایستل. هغه ټینګار کړی: «اوس هغه وخت دی چې پاکستان باید د شړلو پر ځای د دې ناورین پر بشري مرستو تمرکز وکړي.»دی زیاتوي چې د دې بهیر موقتي درول کولی شي د پاکستان له لوري له افغان ولس سره د «مسوولانه او د زړه سوي ګاونډیتوب» نښه وي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د کډوالي سختدریځه تګلارې په داسې حال کې چې طبیعي فاجعه روانه ده، نه یوازې پر افغان کورنیو فشارونه ډېر کړي، بلکې د مرستو د همغږۍ بهیر هم زیانمنوي.ریچارډ بنت همدارنګه یادونه کړې چې د زلزلهځپلو سره د مرستې په بهیر کې د ښځو شتون او رول ډېر مهم دی او باید د هغوی د فعالیتونو د محدودېدو مخه ونیول شي.پاکستان تر دې وړاندې د سپټمبر لومړۍ نېټه وروستۍ ضربالاجل ټاکلی و چې له مخې یې له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال له هېواده وباسي. دا پرېکړه هغو کسانو ته هم شامله ده چې د لنډمهاله اقامې کارتونه یې د اعتبار څخه لوېدلي دي.نړیوال فشارونه د دې پرېکړې د درولو یا ځنډولو لپاره په زیاتېدو دي. د مرستو نړیوالې موسسې او د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان کډوالو جبري ایستنه کولای شي په سیمه کې نوی بشري بحران رامنځته کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

