د طالبانو اړوندې رسنۍ راپور ورکوي چې یوازې په یوه ورځ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر دوه زره او ۷۰۰ ډېرې افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوي دي.د باختر خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د خپاره کړي راپور له مخې، د دغو کورنیو ستنېدل د څو پولو له لارې ترسره شوي دي.سرچینې زیاتوي چې ۱،۶۳۲ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۱۸۸ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۱۲۱ کورنۍ د نیمروز له پُل ابریشم، ۱۶ کورنۍ د پکتیکا له انگور اده، ۲۸ کورنۍ د هلمند له بهرامچه او ۷۴۰ کورنۍ د هرات له اسلامقلعې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.د دغه آمار له مخې، یوازې دوه ورځې وړاندې هم نږدې درې زره نورې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده. ډېری کورنۍ د کډوالي فشارونو او د ګاونډیو هېوادونو د نوو بندیزونو له امله اړ شوې چې د اوسېدو ځای پرېږدي.نړیوال کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اقتصادي کړکېچ او د امکاناتو د نشتوالي له امله، پراخ بېرته ستنېدنه کولای شي د بېځایه شویو کورنیو او د طالبانو د محلي ادارو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.په عین حال کې، نړیوالو بنسټونو بیا بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بېرته راستنېدونکو لپاره د سرپناه، خوراکي توکو او لومړنیو خدمتونو په برابرولو کې مرسته وکړي، ځکه چې ډېری کورنۍ بېکوره او بې له کوم عایده هېواد ته ستنېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

