د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ختیځ ولایتونو د زلزلهځپلو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.د دې ادارې د نن (دوشنبه، د وږي ۱۱مه) راپور له مخې، د دې مرستې نیمه برخه، یعنې پنځه میلیونه ډالر، د ملګرو ملتونو له «مرکزي اضطراري صندوق» څخه برابرېږي، څو د بیړنیو مرستو لړۍ سمدستي پیل شي.نور پنځه میلیونه ډالر به د «افغانستان د بشري مرستو صندوق» له لارې تأمینېږي او د زیانمنو شویو خلکو د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ولګول شي.اوچا زیاته کړې چې د دې مرستې ترڅنګ، یو شمېر هېوادونو هم د افغانستان لپاره د بشري مرستو د لېږلو چمتووالی ښوولی دی.د دې دفتر په وینا، له نورو مرستندویو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره خبرې او اړیکې لا هم روانې دي څو نورې مرستې راجلب شي.وروستیو زلزلو په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې پراخ زیانونه اړولي، سلګونه کسان یې وژلي او زرګونه کورنۍ یې بېسرپناه کړي دي چې بېړنۍ اړتیاوې یې د سرپناه، خوړو، څښاک اوبو او د عامې روغتیا خدماتو ته دي.ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو خطر شته او نړیواله ټولنه باید د ستونزو د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره ژر ګام پورته شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

