د ښځو «پنجره امید» غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه څه چې طالبان د «مشاعره قانون» په نوم تصویب کړي، د وینا او فکر د آزادۍ څرګند سرغړونه ده او دوی یې په کلکه غندلي دي.په دې اعلامیه کې راغلي چې یاد قانون د افغانستان د خلکو ادبي او کلتوري میراث ته مستقیم برید دی او طالبان هڅه کوي چې شعر او ادبیات د خپلې تبلیغاتي وسیلې په توګه وکاروي.«پنجره امید» لیکلي چې د دې قانون متن کې ځینې برخې په صراحت سره بند اعلان شوي چې د طالبانو د ازادي ځپنې چلند څرګندونه کوي، لکه:د نجونو او هلکانو ترمنځ د مینې ستاینه او د انساني او عاطفي اړیکو یادونه منع کول؛د کلتوري خوشحالۍ لکه لاس وهل، نڅا، اتن او اشپیلاق جرم ګڼل؛د طالبانو د رهبر د فرمانونو، احکامو او پرېکړو انتقاد منع کول؛د فردي احساساتو څرګندول محدودول، لکه د خیالي مینې یا طبیعي غوښتنو په اړه سندرې ویل؛د نوو مفکورې لکه دموکراسي، فیمینیزم، کمونیزم یا هر ډول مختلف نظر وړاندې کول جرم ګڼل.غورځنګ ټینګار کړی چې د طالبانو لخوا وضع شوي بندیزونه په ښکاره ډول د نړیوالې اعلامیې د بشر حقونو د ۱۹مې مادې (د وینا او عقیدې آزادی)، د مدني او سیاسي حقونو د نړیوالې تړون ۲۷مې مادې (په کلتوري ژوند کې د ګډون حق) او د فکر او وجدان د آزادۍ اصولو سره په تضاد کې دي.اعلامیه کې زیات شوي: «طالبان د دغسې بیرته تړونکي قوانینو له لارې هڅه کوي چې ښځې او ځوانان د خلاقیت، هنر او بیان له طبیعي حقونو محروم کړي.»«پنجره امید» له نړیوالې ټولنې، د بشر د حقونو مدافعو سازمانونو او کلتوري بنسټونو، په ځانګړي ډول یونسکو، غوښتنه کړې چې د دې فرهنګي ځپنې په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د وینا آزادۍ او د افغانستان کلتوري میراث د ساتنې لپاره عملي او اغېزمنې ګامونه پورته کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

