د افغانستان لپاره د جاپان سفارت اعلان کړی چې د بشردوستانه بنسټونو د غوښتنې په تعقیب، دغه هېواد به د کنړ د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره بیړنۍ مرستې واستوي.د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې کمپلې، خیمې او نور اړین توکي شامل دي، چې د سره صلیب او د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې په همغږۍ به زیانمنو شویو کورنیو ته ورسېږي.د جاپان چارواکو څرګنده کړې چې دا مرستې د ختیځ افغانستان د مرګوني زلزلې په غبرګون کې برابرې شوي، کومه چې په کنړ او ګاونډیو ولایتونو کې د درنو تلفاتو او پراخو ویجاړیو سبب شوې ده.سفارت ټینګار کړی چې افغانان به په دغو سختو شرایطو کې یوازې پرېنښودل شي او جاپان چمتو دی د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د زلزلهځپلو د کړاوونو د کمولو لپاره خپل رول ولوبوي.یادونه ده چې د جاپان ترڅنګ یو شمېر نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه هم د ختیځ د زلزلهځپلو لپاره د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

