د افغانستان د ښځو جلاوطنۍ غورځنګ په یوه اعلامیه کې د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د ښځو انځورونه له پېژندپاڼو څخه لرې کړي، په کلکه غندلې او هغه یې د طالبانو د «جنسي اپارتاید پروژې» یوه برخه بللې ده.په اعلامیه کې ویل شوي چې دا تازه پرېکړه د طالبانو د تېر درې کلونو «ښځو ضد او تبعیضآمېز» سیاستونو دوام دی، چې له زدهکړې او کار څخه د ښځو پر محرومولو پیل شو او اوس د هغوی د رسمي هویت تر لرې کولو پورې رسېدلې ده.اعلامیه زیاتوي چې پېژندپاڼه د اساسي قانون د ۴۶مې مادې له مخې د هر وګړي رسمي هویت دی او جنسیت په کې هېڅ رول نه لري. همداراز، د اساسي قانون ۲۲مه ماده څرګندوي چې د ښځو او سړو تر منځ تبعیض منع دی او ټول وګړي مساوي حقوق لري. د دې غورځنګ په وینا، د ښځو د انځورونو لرې کول «دغو اصولو ښکاره نقض» او د هېواد د نیمایي وګړو د «وجود او کرامت انکار» دی.په بل ځای کې راغلي: «د طالبانو دا تګلاره یوازې یوه اداري پرېکړه نه ده، بلکې د جنسي اپارتاید د ټینګولو یوه پلان شوې پروژه ده. طالبان د ښځو هویت د هغوی د حقونو د درناوي لپاره نه، بلکې یوازې د خپلې غیرقانوني واکمنۍ د مشروعیت لپاره کاروي.»دغه غورځنګ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو د دغو ضدانساني سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغانستان له ټولنیز او حقوقي ډګر څخه د ښځو د سیستماتیک لرې کولو د مخنیوي لپاره جدي فشارونه وارد کړي.دا غورځنګ ټینګار کړی: «د افغانستان ښځې بېمخ نه دي، بېهویته نه دي او هېڅکله به چوپ پاتې نه شي.»
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

