د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او نجونې د ختيځ د وروستۍ زلزلې له پایلو ډېرې اغېزمنې شوې دي او تر ټولو زیات د خطر سره مخ دي.دغه اداره په یوه تازه اعلامیه کې د پاتې شویو خلکو د حالت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مرستندویو ادارو او نړيوالو بنسټونو لپاره اړینه ده چې د ښځو او نجونو ځانګړو اړتیاوو ته پام وکړي؛ له بېړنیو روغتیايي او رواني خدمتونو نیولې تر خوندي پناه ځایونو او د هغوی د ساتنې پورې.سوزان فرګوسن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې، ویلي چې د ښځینه مرستندویانو شتون د مرستو په بهیر کې حیاتي دی او باید د هغوی رول پياوړی شي.هغې ټینګار کړی: «ښځې او نجونې د داسې پېښو دروند بار پر اوږو وړي، نو اړینه ده چې د هغوی اړتیاوې د مرستو او بیارغونې په مرکز کې وي.»د بشري چارو کارپوهان وايي چې په کړکېچنو حالاتو کې ټولنیزې او جوړښتي بندیزونه د ښځو لاسرسی د حیاتي خدمتونو ته کموي او همدا د هغوی زیانمنوونکی حالت څو چنده زیاتوي.ملګرو ملتونو له نړيوالې ټولنې او مرستندویو ادارو غوښتي چې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره کافي سرچینې برابرې کړي، څو د هغوی د ژوند د بیارغونې بهیر کې له پامه ونه غورځول شي.ناظران خبرداری ورکوي چې که د ښځو اړتیاوې په لومړیتوب کې و نه نیول شي، د جنسي تاوتریخوالي، جبري ودونو او د زدهکړې او روغتیايي فرصتونو د له منځه تلو خطر به ډېر شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

