د ایرلند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کنړ د وروستۍ سختې زلزلې له امله به ۵۰۰ زره یورو د سره صلیب او سرې میاشتې له لارې د زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي.دغه مرسته د ایرلند د مرستیال صدراعظم سایمون هریس له لوري اعلان شوې او ویل شوي چې د ډېرو زیانمنو شویو کورنیو او کسانو لاس ته به ورسېږي.هریس په خپل وینا کې ویلي چې دا زلزله پراخ ویجاړۍ رامنځته کړې او د سیمې د لېرېوالي او د لارې د ستونزو له امله به د مرستو لېږد ستونزمن وي. د ځمکې ښویېدنې او د لارو تړل کېدل د مرستو رسېدل ځنډوي.هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره د کنړ د زلزلهځپلو د مرستې لپاره ګام پورته کړی.د ایرلند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه هېواد یوازې په روان کال کې تر درې میلیونه یورو ډېر د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړي دي. همدارنګه، یو شمېر نورو هېوادونو هم د کنړ او ننګرهار د زیانمنو شویو د ملاتړ ژمنه کړې ده.په همدې مهال، د طالبانو په تازه شمېر کې ویل شوي چې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ کسانو ته رسېدلی او د مړو د را ایستلو عملیات لا هم روان دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

