د ملګرو ملتونو ویاند خبرداری ورکړی چې د کنړ ولایت پراخې برخې د وروستي زلزلې وروسته د چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخ دي او دا د اوسېدونکو او د مرستندویو ټیمونو لپاره جدي خطر رامنځته کوي.د استیفان دوجاریک په وینا، نږدې ۲۵ کیلومتره له زیانمنو سیمو کې ښايي لا هم د تېرې جګړې پاتې ماینونه او چاودېدونکي توکي موجود وي.هغه په یوه تازه خبري ناسته کې وویل چې د بشري اړتیاوو کچه په دغه ولایت کې لا هم ډېره لوړه ده او ملګري ملتونه له ټولو هېوادونو او مرستندویو بنسټونو غوښتي چې د مرستو په استولو کې همکاري وکړي.دوجاریک زیاته کړه چې لومړیتوبونه پناه ځای، طبي تجهیزات، د څښاک اوبو ته لاسرسی، خوراکي توکي او روغتیايي خدمتونه دي. هغه وویل چې د زلزلې پسلرزه د ژغورنې او د زیانونو د ارزونې بهیر لا پېچلی کړی، خو سره له دې د بیړنیو سرپناهونو، خوړو او ګرځنده طبي ټیمونو له لارې مرستې پیل شوې دي.د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې د مرستندویو ټیمونو او ځایي خلکو امنیت باید په لومړیتوب کې وي او د چاودېدونکو توکو د پاکولو عملیات باید ژر تر ژره ترسره شي، څو مرستې له کمه ګواښ سره دوام وکړي.دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله نه یوازې پراخ مالي او انساني زیانونه اړولي، بلکې د امنیتي ګواښونو نوې ستونزه یې هم زیږولې ده.ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او مرستندویو ادارو غوښتي چې بشري مرستې او اړین تجهیزات په چټکۍ سره د زلزلهځپلو لپاره برابر کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

