د روغتیا نړيوال سازمان ویلي چې د ختیځ افغانستان د زلزلهځپلو لپاره د بېړنیو او ژغورونکو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه څلور میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) څرګنده کړه چې دا بودیجه به د ګرځنده روغتیايي مرکزونو د پراختیا، لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو او د اوبو، حفظالصحې او فاضلابو د چارو د ملاتړ لپاره ولګول شي.په خبرپاڼه کې راغلي چې د زلزلې له امله روغتونونه له سخت ټپيانو ډک شوي او ډېر ناروغان بېړنیو عملیاتو او ځانګړو روغتیايي پاملرنو ته اړتیا لري.د روغتیايي کارپوهانو په وینا، که پر وخت مرسته ونه شي، د قربانیانو شمېر به ډېر شي او د ژوندي پاتې کسانو روغتیايي وضعیت به لا پسې خراب شي.روغتیا نړيوال سازمان له حکومتونو او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې خپلې مالي او لوژستیکي مرستې ژر تر ژره زلزلهځپلو سیمو ته ورسوي، څو د انسانیت له پراخ ناورین څخه مخنیوی وشي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

