د طالبانو له لوري پر ښځو د نوو بندیزونو په دوام، د دې ډلې د عدلیې ریاست په ننګرهار ولایت کې ټولو خیریه او مرستندویه بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې د زلزلې ځپلو سیمو ته د مرستو د وېش پر مهال دې د ښځو عکسونه نه اخلي.د دغه ریاست لهخوا په یوه خپره شوې مکتوب کې ویل شوي چې د مرستو د وېش پر مهال د ښځو عکس اخیستل «د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف» ګڼل شوي، او طالبان ټینګار کوي چې دا عمل «حساسیتپارونکی» دی.دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې له زلزلهځپلو ولایتونو څخه راپورونه د ښځینه ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو د کمښت خبر ورکوي؛ یوه ستونزه چې له املهیې د ټپي شویو او د درملنې اړتیار ښځو رسېدنه له پراخو ننګونو سره مخ شوې ده.د سیمې اوسېدونکي رسنیو ته ویلي چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د کم شمېر له امله، د زیانمنو مېرمنو طبي او رواني اړتیاوو ته رسېدنه ډېره ورو او ګډوډه ده.همداراز یو شمېر خیریه بنسټونو هم ویلي چې پرته له دې چې ښځې فعاله ونډه واخلي، د مرستو مؤثره وېش ټولو زیانمنو ته ناشونی دی.طالبانو له دې مخکې هم په ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړي وو.همداراز دغه ډلې پر ښځینه ډاکټرانو سخت بندیزونه وضع کړي، چې له املهیې ښځو ته د روغتیایي خدماتو لاسرسی سخت محدود شوی دی.نړیوال شنونکي باور لري چې دا دوامدار بندیزونه به په زلزلهځپلو ولایتونو کې د مرستو رسولو لړۍ سخت ګډوډه کړي، او ناوړه پایلې به یې تر ټولو زیات پر ښځو او ماشومانو ولویږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

