راوی زن پشتو
جمعه 18 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ویانا مېشت نړیوال صندوق استازې: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو بحران او د ښځو ځپل، نړیوال امنیت ته ګواښ دی

15 سنبله 1404
دیلي میل: د طالبانو بندیزونه د زلزله‌ځپلو ښځو ژوند واخیست

په ویانا کې د “UBDC” نومې نوې نقشې لارې د معرفي غونډې پر مهال، د دغه ښار د نړیوال صندوق استازې نانه‌جا بوفته د طالبانو له سیاستونو کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل، د طالبانو هغه ادعا چې ګواکي د نشه‌يي توکو تولید یې ختم کړی، «په جدي ډول باید تر پوښتنې لاندې ونیول شي».هغې وویل، که څه هم په افغانستان کې د تریاکو کر کم شوی، خو د مصنوعي مخدره توکو لکه مت‌امفیتامین تولید په پراخ ډول زیات شوی او نوې قاچاقي شبکې یې رامنځته کړي چې دا چاره د نړیوال امنیت لپاره خطرناکه ده.نانه‌جا بوفته زیاته کړه: «میلیونونه افغانان، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، له اعتیاده کړېږي. طالبان د زور او تاوتریخوالي له لارې هڅه کوي چې معتادان د نشې پرېښودو ته اړ کړي، خو دا طریقه اغېزناکه نه ده.»هغې د طالبانو د جګړې ماشین او د نشه‌يي توکو له قاچاق سره‌یې د تړاو موضوع د بشري حقونو او نړیوال امنیت لپاره یو لوی ګواښ وباله.بوفته ټینګار وکړ: «د ښځو سیسټماتیک ځپل دوام لري، او دا چاره د یوه پایدار سولې امکان له منځه وړي.»هغې وویل، یوازینی دوامداره حل د یوه ټول‌شموله او نماینده حکومت جوړول دي، داسې حکومت چې د هر افغان اساسي حقونه تضمین کړي.نانه‌جا بوفته زیاته کړه:«یوه باثباته او امن افغانستان ته رسېدل یوازې د عدالت، برابري او حساب‌ورکولو له لارې ممکن دي، نه د سرکوب او ناقانونه شبکو له لارې.»هغې طالبان ته په اشاره وویل:«هر ډول سپین‌ کاري یا مشروعیت‌ بخښنې د طالبانو لپاره هم ګټه نه لري، او اړتیا ده چې د امنیت او ثبات لپاره یوه هوښیارانه او ستراتیژیکه تګلاره غوره شي.»د خبرو په پای کې، بوفته یوه نیوکه وکړه او د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا ته یې مخ واړاوه او پوښتنه‌یې وکړه: «ایا ممکنه ده چې ریښتینی امنیت او سوله، پرته له عدالت او برابري تعریف شي؟ ولې تل امنیت له بشري حقونو جلا ګڼئ؟»په افغانستان کې د ښځو پر فعالیتونو سخت بندیزونه، او د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، لا هم د هېواد له تر ټولو لویو سیاسي او ټولنیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In