له مرګونې زلزلې څخه د یوې اوونۍ تېرېدو وروسته، د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ښځینه ډاکترانو کموالی او د لاسرسي بندیزونه د ټپیانو د درملنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.د دې سازمان په وینا، د طالبانو د تګلارو له امله د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګېدلي چې له کبله یې ډېری ښځې او ماشومان د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو پاتې کېږي. سربېره پر دې، د ناروغانو د لېږد لپاره د وسایطو کموالی او د لارو خراب وضعیت هم د ټپیانو درملنه ډېره محدوده کړې ده. د دوامداره زلزلې له امله د ځمکې ښویېدنې ګڼې لویې لارې بندې کړي او د لرې پرتو غرنیو سیمو ته رسېدل سخت کړي دي.د نړېوالې روغتیا سازمان د اټکل له مخې، شاوخوا ۸۴ زره کسان د دې زلزلې له امله اغېزمن شوي دي. د دې سازمان د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي، ۳۶۴۰ تنه ټپیان دي او له ۶ زرو زیاتې کورنۍ ودانۍ په ختیځ افغانستان کې نړېدلي دي. د ټپیانو له ډلې ۵۸ سلنه نارینه او ۴۲ سلنه ښځې او نجونې دي، او له لس سلنې ډېر یې د پنځو کلونو نه کم عمره ماشومان دي.د بېړني روغتیايي ځواب لپاره، شپږ ګرځنده روغتیايي ډلې د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په ګډون لرې پرتو او زیانمنو سیمو ته لېږل شوې دي. یادې ډلې بېړني خدمات لکه د ټپونو درملنه، د مور او ماشوم پاملرنه، مشوره او د پرمختللو درملیزو مرکزونو ته استول وړاندې کوي.سره له دې هڅو، جدي ستونزې لا هم پر ځای دي. د امبولانس سیسټم د اغېزمنو وسایطو، سون توکو او روزل شویو کارکوونکو په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکترانو له سخت کموالي سره مخ دی، چې د بیړنیو ناروغانو پر وختي درملنه یې بندیزونه رامنځته کړي دي. د نړېوالې روغتیا سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم، چې له وړاندې هم کمزوری و، اوس د درملو او د کار ځواک په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکترانو له شدید کموالي سره مخامخ دی.دغه سازمان ویلي، د ژغورنیزو هڅو د پراخېدو او د زیانمنو ټولنو د روغتیايي پاملرنې د لاسرسي لپاره لږ تر لږه څلور میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته ته اړتیا ده. لومړنۍ ارزونې ښيي چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ درملیز مرکزونه په څلورو ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.نړېواله روغتیا سازمان ټینګار کړی چې سره له دې چې بېړني مرستندویه ګامونه روان دي، د موجودو بندیزونه او سرچینو کموالی د ټپیانو وضعیت لا هم بحراني ساتي او سمدستي نړیوالې پاملرنې او همکارۍ ته اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

