د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ، پرون (شنبه، د وږي ۱۵مه) له دوه زره څخه زیاتې افغانۍ کورنۍ چې ډېری یې له پاکستان او ایران څخه ایستل شوې وې، هېواد ته ستنې شوې دي. دا لړۍ د ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د ایستلو د تګلارو په دوام روانه ده.د طالبانو د معلوماتو له مخې، د راستنېدلو له ډلې شاوخوا ۱۴۹۲ کورنۍ د تورخم، سپینبولدک او بهرامچې له پولو افغانستان ته دننه شوې دي.همدارنګه، نږدې ۶۴۵ نورې کورنۍ د اسلامقلعه او د پل ابریشم له لارې د ایران نه هېواد ته ستنې شوې دي.د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکو ویلي، د راستانه شویو کورنیو د منلو او ثبت بهیر د سیمهییزو چارواکو او مرستندویو ادارو په همکارۍ روان دی څو د دوی لومړنۍ اړتیاوې لکه اوسیدو ځای، خوراک او روغتیايي خدمتونه برابر شي.دا ستنېدنې په داسې حال کې دي چې زرګونه افغان کډوال په پاکستان او ایران کې د ایستلو له فشار سره مخ دي او اندېښنې د دوی د انساني وضعیت او د افغانستان د منلو وړتیا په اړه ورځ تر بلې ډېرېږي.نړیوال کارپوهان باور لري چې د کډوالو د ایستلو دوام کولای شي پر سرحدي سیمو او لویو ښارونو نور ټولنیز او اقتصادي فشارونه هم زیات کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

