راوی زن پشتو
سه‌شنبه 22 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

بې‌ پولې خبریالان: افغان خبریالان د طالبانو تر فشار لاندې د بېړني نړیوال ملاتړ اړتیا لري

16 سنبله 1404
د روغتیا نړیوال سازمان: د ښځینه ډاکترانو کموالی د زلزله‌ ځپلو د ژغورنې مخه نیسي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په خپل تازه اعلان کې خبرداری ورکړی چې طالبان په منظم ډول په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي او د هغوی ژوند او ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده.یاد بنسټ له درېیمو هېوادونو غوښتي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه ترسره کړي.مارتین رو، د بې‌پولې خبریالانو د بحران څانګې مشر، په یوه خبري ناسته کې ویلي چې افغان خبریالان، که په هېواد کې دي او که په جلاوطنۍ کې، هره ورځ له ګواښونو لکه ګواښول، نیولو، ځپنل او ان د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.د هغه په وینا، د طالبانو فشارونه نه یوازې د وینا آزادي له منځه وړي، بلکې د خبریالانو مسلکي ژوند یې فلج کړی دی.نوموړي ټینګار کړی چې د نړۍ هېوادونه باید د افغان خبریالانو د ایستلو یا بېرته استولو پر وړاندې بې‌ پروا پاتې نه شي.هغه زیاته کړه: «د ویزو ورکول او د ملاتړ زمینه برابرول تر ټولو لږ څه دي چې نړیواله ټولنه یې د افغان خبریالانو د ژغورلو لپاره کولی شي.»د بې‌پولې خبریالانو په باور، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د رسنیو وضعیت خورا خراب شوی دی. ګڼ شمېر خپلواکې رسنۍ تړل شوې یا محدودې شوې او ډېر خبریالان اړ شوي له هېواده وتښتي. سره له دې، هغه کسان چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، هره ورځ له ګواښونو او فشارونو سره مخ دي.دغه د رسنیو د آزادۍ مدافع سازمان ټینګار کړی چې د مطبوعاتو آزادي د نړیوالې ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو څخه ده او افغان خبریالان د طالبانو تر ګواښونو پرېښودل، د وینا د آزادۍ او د معلوماتو د لاسرسي پر وړاندې د ګډې نړیوالې مسئولیت سترګې پټول دي.بې‌ پولې خبریالانو یو ځل بیا له حکومتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې افغان خبریالان یوازې پرې نږدي او د حمایوي پروګرامونو په جوړولو سره د هغوی لپاره د خوندي ژوند او مسلکي کار دوام په بهر کې برابر کړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In