د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د کونړ د مرګونې زلزلې د زیانمنو شویو کسانو د عاجلو بشري مرستو د لېږد لپاره افغانستان ته ځانګړی هوايي دهلېز جوړ کړی دی.دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د قطر نهه الوتکې د بشري مرستو توکي کابل ته ورسول.د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د شنبې په ورځ په اېکس شبکه کې خپور شو، ویل شوي چې دغه هوايي دهلېز د قطر د وسلهوالو ځواکونو، بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد د کورني امنیت د ادارې په همکارۍ جوړ شوی دی.د قطري چارواکو په وینا، دا نوښت د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، په مستقیمه لارښوونه عملي شوی او موخه یې د زیانمنو شویو خلکو لپاره د عاجلو مرستو د رسولو بهیر چټکول دي.یادې مرستې د ګرځنده روغتونونو، طبي وسایلو، خوراکي توکو، خیمو او د استوګنې وسایلو تر څنګ د ژغورنې او بیړني مرستندویو ټیمونو څخه جوړې دي، چې د ختیځ د زلزلهځپلو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره استول کېږي.دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې وروستۍ زلزله په کونړ ولایت کې پراخ تلفات او زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې بېسرپناه کړې دي.همدارنګه، کورني او نړیوال بنسټونه له وړاندې د مرستو د چټکتیا غوښتنه کړې وه.تمه کېږي چې د دې هوايي دهلېز په پرانیستو سره د قطر مرستې په منظم او پرلپسې ډول افغانستان ته ولېږدول شي او د زلزله ځپلو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

