د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په تخار ولایت د درقد ولسوالۍ کې یو سړی د نکاح نه بهر د اړیکې په تور په سزا محکوم شوی او پرې دورو وهل شوې ده.د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه سړی د څلورو کلونو بند او ۳۹ دورو په سزا محکوم شوی دی.طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د یاد کس د هویت او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.یاده سزا په داسې مهال عملي کېږي چې د طالبانو د څلور کلن واک پر مهال د صحرايي محاکمو او علني سزاګانو د ډېرېدو په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.د بشري حقونو سازمانونو بیا بیا پر دې بهیر اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د نړيوالو بشري معیارونو او د انساني کرامت خلاف بللی دی.سره له نړیوالو فشارونو، طالبان لا هم پر سختو مجازاتو لکه د دورو وهل او په ډلهییزه توګه د سنګسار پر تطبیق ټینګار کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

