اروپايي ټولنې ويلي چې ۱۴ ميليونه يورو يې د افغانستان د ټولنيز زغم د پياوړتيا او د ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي. دغه مرستې به د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له لارې ولګول شي.د يکشنبې (د وږي ۱۶مه) په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مرستو څخه شپږ ميليونه يورو د «د افغانستان ټولنيز زغم پروګرام» د پلي کولو لپاره ځانګړي شوي، څو د کړکېچونو پر وړاندې د ځپلو ټولنو وړتيا لوړه شي او د کورنيو د ژوند د ښه والي لاره هواره شي.همدارنګه، اته ميليونه يورو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ته سپارل کېږي، څو د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ولګول شي. دا مرسته به د ټولنيزو خدمتونو برابرول، زدهکړې، د بنسټيزو سرچينو ته لاسرسی او د ښځو د ټولنيز ګډون د فرصتونو په برابرولو کې ولګول شي.اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسني کړکېچ له امله ښځې او ماشومان تر ټولو زيات له ګواښونو سره مخ دي او اړينه ده چې مرستې په مؤخه ييزه توګه همدې قشرونو ته ورسېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

