د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوي پلاوي دفتر (يوناما) د نړيوال سواد د ورځې په مناسبت د زدهکړې پر ارزښت او د هغې پر رول د هېواد د تلپاتې پرمختګ لپاره ټينګار کړی دی.روزا اوتنبایوا، په افغانستان کې د سرمنشي ځانګړې استازې، نن دوشنبې (د وږي ۱۷مه) په يوه پيغام کې ويلي دي: «کتابونه يوازې د پوهې سرچينه نه ده، بلکې د تلپاتې هوساينې پر لور يو ګام دی. زده کړه يوازې د فردي ودې لپاره نه، بلکې د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ لپاره هم حياتي ارزښت لري.»يوناما زياته کړې چې د نړيوال سواد ورځ د افغانستان د ادبي او کلتوري ميراث د ستاينې يوه مهمه موقع ده؛ هغه هېواد چې د شاعرانو، ليکوالانو او مفکرانو آثار يې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو نسلونو لپاره د الهام سرچينه پاتې شوي دي.په پيغام کې پر دې هم ټينګار شوی چې د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د زدهکړې برابر او هر اړخيز لاسرسی يو بنسټيز اړتیا ده.ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ميليونونو افغان نجونو له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محروميت د هېواد راتلونکی له جدي ستونزو سره مخ کوي او ټولنه له ستر انساني استعدادونو بېبرخې کوي.يوناما زياته کړې چې په زدهکړه کې پانګونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د بیوزلي پر ضد د مبارزې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تلپاتې پرمختګ د ترلاسه کولو کلي ده.ملګري ملتونه ژمن دي چې له ملي او نړيوالو بنسټونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې د سواد د پياوړتيا او د ټولو لپاره د زدهکړې زمينه برابره کړي.نړيواله د سواد ورځ هر کال د سپتمبر پر اتمه نمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې ملګري ملتونه يې د انسانانو په ژوند کې د زدهکړې د رول او د ټولو هېوادونو ګډ مسووليت د يادونې يوه مهمه موقع بولي.دا په داسې حال کې ده چې له څلورو کلونو راپدېخوا نجونې له زدهکړې په افغانستان کې محرومې پاتې دي.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

