د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ختیځ افغانستان وروستۍ وژونکې زلزلې د ۵۰۰ زره څخه د ډېرو کسانو ژوند اغېزمن کړی چې نږدې ۵۳ سلنه یې ماشومان جوړوي.د دې ادارې په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي او په دغو سیمو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د اندېښنې وړ دی.یونیسف نن (دوشنبه، د وږي ۱۷مه) په خپاره شوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د کړکېچ دوام کېدای شي د لږ خوړو د پراخېدو او د ماشومانو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شي.دغه سازمان زیاته کړې چې له زلزلې څو ساعته وروسته یې ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ټیمونه د بیړنیو مرستو لپاره سیمو ته استولي دي.یونیسف د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، درملیزو غذایي توکو، د حفظالصحې بستې، د اوبو د تصفیې ګولۍ او اړینې وسایل پر اغېزمنو کورنیو وېشلي دي.دغه راز، د بې سرپرسته او له کورنیو بېلو شویو ماشومانو لپاره ځانګړي د ملاتړ پروګرامونه ترتیب شوي او په زیانمنو سیمو کې د ماشومانو دوستانه مرکزونه جوړ شوي دي.یونیسف ویلي چې د نړیوالو ادارو په همکارۍ یې لسګونه ټنه بیړنۍ مرستې او خوراکي توکي د هوايي الوتنو له لارې افغانستان ته رسولې دي.د لومړنیو اټکلونو له مخې، د دغې زلزلې او ورورسته له زلزلې امله زرګونه کورونه ویجاړ شوي او د قربانیانو شمېر زرګونو ته رسېدلی دی. د مرستندویو سرچینو په وینا، دا پېښه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له تر ټولو وژونکو طبیعي ناورینونو څخه ګڼل کېږي.یونیسف ټینګار کړی چې د ماشومانو او اغېزمنو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید د نړیوالې ټولنې مرستې دوام ومومي؛ که نه، د خوارځواکۍ او د روغتیايي او حفظالصحې خدمتونو د کمښت له امله د ناروغیو د خپرېدو خطر به نور هم ډېر شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

