راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ریچارد بېنټ: د طالبانو د عادي‌ کېدو خطر جدي دی

18 سنبله 1404
ریچارد بېنټ: د طالبانو د عادي‌ کېدو خطر جدي دی

ریچارد بېنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د هېواد د اوسني وضعیت په اړه په ژوره اندېښنه سره ویلي چې نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي طالبان ورو ورو د یوه عادي واقعیت په توګه ومنل شي.هغه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د ده موندنې او د نورو ادارو راپورونه «د افغانستان د بشري حقونو د خراب وضعیت یوه روښانه او ثابته انځورګري» وړاندې کوي.بېنټ څرګنده کړې چې اوس مهال ځینې هېوادونه افغانستان «یوه له لاسه وتلې قضیه» بولي، ځکه باور لري چې طالبان پر هېواد بشپړ واک لري او بل عملي بدیل نشته.هغه زیاته کړه چې دا لیدلوری د طالبانو د عادي‌کېدو خطر زیاتوي او معنا یې دا ده چې د پراخو بشري حقونو له نقض څخه سترګې پټې شي.د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار وکړ چې پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو لګول، د وینا د آزادۍ ځپل او د عدالت نشتوالی په افغانستان کې هغه مسایل دي چې نړیواله ټولنه باید هېڅکله له پامه ونه غورځوي.هغه خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره هر ډول سازشکارانه چلند به د دوی کړنو ته مشروعیت ورکړي او بحران به لا پسې ژور کړي.بېنټ همدارنګه وویل چې د معافیت دوام او د بشري حقونو د نقض له سزا پرته پاتې کېدل د افغانانو کړاوونه زیاتوي او د هغوی پر نړیوالې ټولنې باور کمزوری کوي. هغه له د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې اغېزمن ګامونه پورته کړي څو د افغانستان د قربانیانو غږ چوپ پاتې نه شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In