د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د نقض په اړه خبرداری ورکړ.السویدي وویل چې د ښځو د زدهکړو او د کار د فرصتونو محدودول کولای شي افغانستان له لا جدي بحرانونو او ژورو ټولنیزو او اقتصادي پایلو سره مخامخ کړي.هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه موضوع په لومړیتوب کې ونیسي او د اغېزمنو ګامونو له لارې د ښځو او نجونو د حقونو د کمزورېدو مخه ونیسي.السویدي ټینګار وکړ: «د ښځو د حقونو ملاتړ نه یوازې یوه انساني اړتیا ده، بلکې د افغانستان د پایدارې ودې او ثبات لپاره هم اړین شرط دی.»هغې د هېواد پر پراخو ننګونو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان اوس د اقتصادي بحران، پراخې بیکارۍ، د بشري اړتیاوو د زیاتوالي، بیوزلۍ او د خوړو د ناامنۍ سره مخ دی. د اقلیم بدلون، بندیزونه او د میلیونو کډوالو ستنېدل هم پر موجودو فشارونو ور زیات شوي او د میلیونونو افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.د قطر دغه دیپلوماته زیاته کړه چې د ښځو له زدهکړو او کار څخه څنګ ته کول نه یوازې د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هېواد د بیا رغونې او پرمختګ بهیر هم له ګواښ سره مخ کوي.هغې په پای کې وویل چې نړیواله ټولنه باید د همکارۍ او موخه ییز ملاتړ له لارې د افغان ښځو او د هېواد د راتلونکي ملاتړ وکړي، څو اقتصادي او ټولنیز بحرانونه نور ژور نه شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

