راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 1 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو سخت خبرداری: په افغانستان کې د بشري حقونو دړې وړې کېدو پر درشل کې دي

18 سنبله 1404
ریچارد بېنټ: د طالبانو د عادي‌ کېدو خطر جدي دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او بشري ناورین هره ورځ ژورېږي.دغه راپور چې نن (سه‌شنبه، د وږي ۱۸مه) خپور شوی، د ګاونډیو هېوادونو څخه د شاوخوا دوو میلیونو افغانانو د اجباري ستنېدنې له څپو سره هم‌مهاله دی، چې د بشري بحران بڼه یې لا نوره درنه کړې ده.ندا ناشف، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر مرستیالې، د بشري حقونو شورا په غونډه کې په اندېښنه سره ویلي: «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر نازک دی او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره ګام پورته کړی.»هغې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر حقونو بندیزونه، د اساسي روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو نه‌شتوالی او د لږکیو د حقونو نقض د هېواد وضعیت سخت کړکېچن کړی دی.راپور همدارنګه پر اقتصادي فشارونو، د لومړنیو خدمتونو پر کموالي او د خلکو پر اجباري کډوالۍ ټینګار کړی او خبرداری ورکړی چې که بیړني ګامونه پورته نه شي، د افغانستان بشري ناورین به د بېرته راګرځېدو له حده واوړي.ندا ناشف نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. موږ باید د ټولو ډیپلوماتیکو او بشردوستانه لارو له لارې واکمنان دې ته قانع کړو چې د افغانستان د خلکو بشري حقونه او انساني کرامت په رسمیت وپېژني.»په همدې مهال ریچارد بېنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په ژوره اندېښنه سره ویلي چې نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې طالبان ورو ورو د یوه عادي واقعیت په توګه ومنل شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In