راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ماشومانو پر وړاندې د بې‌ سارې تاوتریخوالي په اړه خبرداری ورکړ

18 سنبله 1404
ریچارد بېنټ: د طالبانو د عادي‌ کېدو خطر جدي دی

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ماشومانو پر وړاندې د بې‌سارې تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.هغه نن (سه‌شنبه، د وږي ۱۸مه) په خپل پیغام کې چې د ایکس په ټولنیز شبکه کې یې خپور کړی، لیکلي چې دغه تاوتریخوالی په ځانګړي ډول د وسلوالو شخړو پر مهال او همدارنګه د زده‌کړو په برخه کې ډېر د اندېښنې وړ دی.ګوټرش ټینګار کړی چې د ماشومانو بنسټیز حقونه د سولې او امنیت په برخه کې باید جدي وڅارل شي او نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د ټولنې تر ټولو زیان‌منو قشرونو ساتنه وکړي.هغه زیاته کړې چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې د هغوی فزیکي او رواني روغتیا ګواښي، بلکې د ټولنو راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي.د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ماشومانو د امنیت، زده‌کړو او هوساینې د تضمین لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.دا خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي چې راپورونه له جګړه‌ ځپلو سیمو ښيي ماشومان د جګړو او بشري ناورینونو تر ټولو ستر زیانمنونکي دي او د هغوی لاسرسی بنسټیزو خدمتونو ته ورځ تر بلې محدودېږي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In