د اروپايي ټولنې استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د «د ماشومانو د ژغورنې» له سازمان سره د نوې هوکړې له مخې، شپږ میلیونه یورو د افغان ماشومانو د معیاري زدهکړو د پراخولو لپاره ځانګړي شوي دي.دغه مرستې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د نړيوال د سواد د ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې اعلان شوې دي. ویل شوي چې یادې پیسې به د یوه پروګرام تر چتر لاندې چې «د پوهې ته د لاسرسي اسانتیا، هیله او د زدهکړې زغم» نومېږي، ولګول شي.اروپايي ټولنې موخه د دې پروګرام د زیانمنو ماشومانو ملاتړ او د سختو شرایطو لاندې د زدهکړې زمینه برابرول یاد کړي دي.په اعلامیه کې راغلي چې دغه مرسته د اروپايي ټولنې د اوږدمهالې ژمنې یوه برخه ده، څو د افغانستان د ځوان نسل پر راتلونکي پانګونه وکړي.اروپايي ټولنې زیاته کړې چې په داسې حال کې چې اقتصادي بحرانونه او بندیزونه ډېری کورنۍ له دې محرومې کړي چې خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي، دا پروژه کولای شي د زدهکړې فرصتونه رامنځته کړي او د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ د هیلو فضا پیاوړې کړي.د ماشومانو د ژغورنې سازمان هم دې هوکړې ته هرکلی ویلی او ټینګار یې کړی چې د دې پروګرام عملي کېدل به د زدهکړې په کیفیت کې د پام وړ ښهوالی راولي او د ټولو ماشومانو لپاره، په ځانګړې توګه د نجونو، د برابر فرصتونو زمینه برابر کړي.دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو ادارو د ارقامو له مخې، میلیونه افغان ماشومان د فقر، ناامنۍ او د طالبانو د بندیزونو له امله له زدهکړې بېبرخې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

