نهله حیدر، د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو د کمېټې (CEDAW) مشره، په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت «د ښځو د حقونو تر ټولو سخت نړیوال بحران» بللی دی.هغې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وویل چې طالبان د واک ته له رسېدو وروسته تر ۸۰ زیات فرمانونه صادر کړي چې په منظم ډول یې د ښځو ټول بنسټیزو حقونه محدود کړي دي.د حیدر په وینا، دغه فرمانونه داسې یو سیستم رامنځته کړی چې «د جنسي ځورونې نظام» بلل کېدای شي؛ یو داسې نظام چې ښايي د نړیوالو قوانینو له مخې د «جنسي آپارتاید» تر عنوان لاندې طبقهبندي شي.هغې زیاته کړه: «طالبانو نه یوازې د ښځو د زدهکړې او کار حق له منځه وړی، بلکې په عملي ډول یې د هغوی ټولنیزه ونډه او حضور هم له منځه وړی دی.»د کمېټې مشرې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي او د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه ترسره کړي.یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې افغان ښځې او نجونې د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو له زدهکړو محرومې شوې دي او پر هغوی د کار، سفر او ټولنیزو فعالیتونو سخت بندیزونه لګېدلي دي.د بشري حقونو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې دغه بنديزونه نه یوازې د ښځو راتلونکی، بلکې د افغانستان د دوامدار پرمختګ او پرمختیا بهیر هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

