د افغانستان سرې میاشتې ویلي، د سویس حکومت ۲۰ ټنه غیرغذایي توکي د ختیځ د زلزلهځپلو لپاره کابل ته لېږلي دي. دا مرستې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷) د سویس د پرمختیا او همکاریو دفتر له لوري په کابل هوايي ډګر کې سرې میاشتې ته وسپارل شوې.چارواکي وايي، په دې بسته کې اړین توکي شامل دي، خو کره جزییات یې تر اوسه نه دي روښانه شوي. د سویس د پرمختیا او همکاریو د دفتر مرستیال، ستاتا کیس، ویلي چې هېواد به په راتلونکو ورځو او اونیو کې نورې مرستې هم برابرې کړي.نوموړي زیاته کړې: «سویس د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او هیله ده چې دا مرستې د زلزله ځپلو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.»سرې مياشتې ویلي، د مرستو وېش به ژر پیل شي او د نړیوالې ټولنې له بشري همکاریو یې مننه کړې ده.د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې د زلزله ځپلو اړتیاوې لا هم پراخې دي او د دغو همکاریو دوام د اوسني کړکېچ د مدیریت لپاره اړین دی.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

