د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس راپور ورکړی چې پرون زرګونه افغان کورنۍ، چې په ګاونډیو هېوادونو کې اوسېدې، له سرحدي دروازو د هېواد دننه شوي دي.د باختر آژانس د چهارشنبې، د وږي ۱۹مه) د راپور له مخې، په یوه شپه او ورځ کې په ټوله کې دوه زره او ۲۹۳ کورنۍ د پنځو عمده سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته ورسېدې.ډېر شمېر راستنېدونکي له تورخم سرحدي دروازې د ننګرهار ولایت ته دننه شوي؛ شاوخوا ۱۳۰۰ کورنۍ له دې لارې خپلو کورونو ته راستنې شوې.همدارنګه، له سپین بولدک د کندهار ولایت ۲۳۸ کورنۍ، د پل ابریشم له نیمروز ولایت ۱۲۴ کورنۍ، او د بهرامچې له هلمند ولایت ۲۶ کورنۍ خپلو سیمو ته ورسېدې.په ورته وخت کې، د اسلامقلعه سرحدي دروازه د هرات ولایت کې د افغان کډوالو د پراخې راتګ شاهد وه؛ یوازې په یوه ورځ ۶۰۵ کورنۍ له دې لارې دننه شوې.دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو بیرته راستنېدل په تېرو میاشتو کې ډېر شوي دي. زرګونه کورنۍ د فشارونو، بندیزونه او د ژوند سختو شرایطو له امله اړ شوې چې خپل اوسېدنې ځایونه پرېږدي او بیرته افغانستان ته راستانه شي.محلي سرچینې وايي، زیاتره کورنۍ له راستنېدو وروسته د سرپناه، خوړو توکو، روغتیايي خدمات او د ژوند زمینې عاجلې اړتیاوې لري.مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو پراخ جریان به پر افغانستان محدودو سرچینو اضافي فشار راوړي.ملګري ملتونه باور لري چې که دا جریان بې له پلان او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو دوام وکړي، نو په هېواد کې نوې بشري بحران رامنځته کېدای شي، ځکه زیاتره کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

