ملګري ملتونه اعلان کړی چې د ختیځو ولایتونو د وروستیو ویجاړونکو زلزلو له امله د نیم میلیون څخه ډېر کسانو ته د عاجلو او حیاتي مرستو د رسولو لپاره ۱۳۹.۶ میلیون ډالر سمدستي اړتیا ده.د ملګري ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن چهارشنبه، د وږي ۱۹مه) خپور کړی خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اداره او نړیوال شريکان یې همدا اوس د لومړنیو مرستو په چمتو کولو بوخت دي، خو موجودې مالي سرچینې د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دي او عاجلې مرستې نورې هم اړینې دي.په اعلامیه کې راغلي چې عاجلې مرستې به د خوراکي توکو، پاکو اوبو، موقتي سرپناه، روغتیايي خدماتو او د ماشومانو او ښځو د خوندیتوب لپاره اړینو وسایلو په برخه کې وي.ملګري ملتونه خبرداری ورکړی چې که د مالي سرچینو راټولولو کې لا هم ځنډ او بې پاملرنه وشي، نو د بشري بحران شدت به زیات شي.د یادونې وړ ده چې پلان د بشري مرستو لپاره د دې بحران د رسیدنه په موخه جوړ شوی او په کې د مرستو اړتیاوې او د لومړیتوبونو جزئیات په ګوته شوي دي.همدارنګه، له زیانمنو سیمو اخیستل شوي ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي چې ښيي ګڼ شمېر کورنۍ خپلې کورنۍ له لاسه ورکړي او په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.وروستۍ زلزله نه یوازې زرګونه کورونه ویجاړ کړي، بلکې بنسټیزې زیربناوې د ښوونځيو، روغتونونه او سړکونه هم سخت زیانمن شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

