اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د سوئیس د پراختیا او همکارۍ ادارې سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده، چې پر بنسټ یې ۱.۵ میلیون یورو د هغو پروژو ملاتړ لپاره ځانګړي شوي چې د اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو په وړاندې د افغانانو د ژوند او معیشتونو مقاومت پیاوړی کوي.اروپايي ټولنې نن چهارشنبه، د وږي ۱۹ مه، په خپل خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا مالي مرسته د سوئیس د پراختیا او همکارۍ ادارې په افغانستان کې د اوسني ۸ میلیونه ډالرو مرستې تکمیل دی، او موخه یې د نړیوالو ګډو هڅو پیاوړتیا ده چې د افغان ټولنو ملاتړ وکړي، څو هغوی د اقلیمي بدلونونو سره ځانونه عیار کړي او دوامداره معیشتونه جوړ کړي.د اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو په وړاندې د مقاومت لرونکو معیشتونو ملاتړ پروژه د سوئیس د پراختیا او همکارۍ ادارې د ۱۲ کلنې ټولیزې پروګرام یوه برخه ده، چې فعالیتونه به یې د خوست، پکتیا او دایکندي ولایتونو ته وغځول شي او هڅه کوي تر ۱۶ ولسوالیو پورې تر ټولو غریبو کورنیو ته لاسرسی ولري.د دې پروژې په پلي کولو سره تمه کېږي چې زیانمنو کورنیو ته زمینه برابره شي څو د چاپیریالي ستونزو او ټولنیزو بدلونونو په وړاندې مقاومت وکړي او د خپلو ځانونو او خپلو اولادونو لپاره دوامداره معیشتونه جوړ کړي.د اروپايي ټولنې او سوئیس چارواکو ټینګار کړی چې دا ګام د نړیوالو اوږدمهالو همکاریو یوه برخه ده، چې موخه یې د محلي ټولنو د مقاومت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د زیانمنو وړتیا کمول دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

