د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان ختیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو د تلفات او زیانونو تازه شمېرې خپرې کړي دي.د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۱۶۴ ته رسېدلی او ۳ زره او ۴۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.اوچا په وضاحت کې ویلي چې له قربانیانو څخه ۵۱۶ ښځې، ۴۷۶ سړي، ۵۰۹ نجونې او ۶۶۳ هلکان دي.په ټپیانو کې بیا ۱ زره او ۸۷۵ ښځې او ۱ زره او ۵۵۳ سړي شامل دي.دغه اداره زیاتوي چې زلزله نه یوازې د انسانانو ژوندونه اخیستي، بلکې د خلکو کورونه یې هم سخت وران کړي دي. د اوچا د شمېرنو له مخې، ۵ زره او ۹۵۰ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او لږ تر لږه ۱ زره او ۱۹۵ نور کورونه سخت زیانمن شوي دي.ځايي چارواکو او د مرستو ادارو خبرداری ورکړی چې ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي، ځکه ګڼ شمېر کسان لا هم د کنډوالو لاندې پاتې دي او د لټون چارې روانې دي.د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې د ژوندي پاتې شویو حالت اندېښمن کوونکی دی، ځکه ګڼې کورنۍ د سرپناه، خوړو او څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.په عین حال کې، ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې د بیړنیو مرستو په برابرولو بوخت دي، خو اړتیاوې تر موجودو امکاناتو څو برابره زیاتې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

