راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د طالبانو د ښځو پر کار بندیزونه د کډوالو د مرستو وېش ځنډولی دی

20 سنبله 1404
آزیتا نظیمي: طالبان د خبريال کېدل جرم ګڼي او سزا يې مرګ دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د بېرته راستانه شوو کډوالو لپاره د نغدو مرستو وېش د وږي په ۱۸مه نېټه په څو ولایتونو کې ودرول شو.د دې ادارې په وینا، د مرستو وېش مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات ولایتونو کې په موقتي ډول تړل شوي دي.د دغې پرېکړې لامل هغه نوی بندیز دی چې طالبان پر ښځو لګولی او له مخې یې ښځینه کارکوونکې اجازه نه لري خپلو دندو ته ولاړې شي.UNHCR ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته، د ټولو بېرته راستانه شوو کډوالو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د خوندي، درناوي او برابر خدمتونو وړاندې کول ناشونی دي.یادې ادارې زیاته کړې چې دغه بندیزونه یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د ټولو مراجعینو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.UNHCR ویلي چې له طالب چارواکو سره خبرې روانې دي څو دا ستونزه حل شي او د مرستو وېش مرکزونه ژر تر ژره بېرته فعال شي.دغه اداره ډاډ ورکړی چې د بېرته راستانه شوو کډوالو ملاتړ یې جدي لومړیتوب دی او د مرستو د بیا پیل لپاره عملي لاره لټوي.د کډوالو عالي کمیشنرۍ هر کال په افغانستان کې زرګونو بېرته راستانه شوو کورنیو ته نغدې او غیر نغدې مرستې رسوي، خو د طالبانو له لوري پر ښځو د کار بندیزونه څو ځله د نړیوالو مرستندویو ادارو د کار بهیر ګډوډ کړی دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In