د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان کړی چې اروپایي ټولنې د ملاتړ په یو ګام کې ۶ میلیونه یورو د افغانستان د ماشومانو د زدهکړو د پیاوړتیا لپاره ځانګړي کړي دي.دغه مالي مرسته په ځانګړي ډول پر هغو ماشومانو متمرکزه ده چې تر دې دمه له زدهکړو محروم پاتې شوي او همدارنګه پر هغو ماشومانو چې له معلولیتونو سره مخ دي.د دې ادارې د پنجشنبې، د وږي ۲۰مې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرستې اساسي موخه د افغان ماشومانو لپاره د خوندي، برابر او باکیفیته زدهکړو زمینې برابرول دي.په خپاره شوي پیغام کې راغلي چې د پروګرامونو په چوکاټ کې به د ښوونځیو جوړول او تجهیز، د کتابتونونو او لومړنیو زدهکړو مرکزونو رامنځته کول شامل وي څو ماشومانو ته مناسب ښوونيز چاپېریال برابر شي.اروپایي ټولنې په همدې تړاو د ماشومانو د نجات له سازمان سره یوه هوکړه لیک هم لاسلیک کړی څو دغه مرسته په عملي ډول تر ماشومانو ورسېږي.د اروپایي ټولنې مسؤلین ټینګار کوي چې دا ګام د افغان ماشومانو د ښوونيز محرومیت د کمولو لپاره مهم ګام دی او هغوی ته به دا فرصت برابر کړي چې د زدهکړو په مټ ځان ته روښانه راتلونکی جوړ کړي.تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) راپور ورکړی و چې نږدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونيز امکاناتو د کموالي له امله له زدهکړو پاتې دي.د اروپایي ټولنې دغه تازه مرسته کولی شي د ښوونیز خلا د کمولو او د هېواد د زدهکړو د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي او یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام د افغان ماشومانو پر وضعیت ور واړوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

