د ملګرو ملتونو ویاند استیفان دوجاریک د افغانستان د بشري بحران د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې هېواد د خوارځواکۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.د هغه په وینا، سږکال په افغانستان کې له ۴.۷ میلیونه ډېرې ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو درملنو ته اړتیا لري.د سپټمبر په ۱۰مه د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې، دوجاریک د نړیوال د خوړو پروګرام په حواله ټینګار وکړ چې د نړیوالو سازمانونو له لوري د خوړو مرستو او تغذیوي پروګرامونو کمښت د خوارځواکۍ د زیاتېدو یو له اصلي لاملونو څخه دی.هغه زیاته کړه چې د دې بحران ترڅنګ، په ختیځو سیمو کې پرلهپسې زلزلو د زیانمنو کورنیو ژوند لا سخت کړی دی.د ملګرو ملتونو ویاند همدارنګه څرګنده کړه چې افغان کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، په داسې حالت کې دي چې د بقا او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي، او که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، د هغوی وضعیت به په خطرناک ډول خراب شي.د نړیوال د خوراک پروګرام په راپور کې ویل شوي چې دا بحران د نړیوالې ټولنې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري څو د بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیول شي.دغه اداره له دولتونو او مرستندویو سازمانونو غوښتنه کړې چې خپلې د خوړو مرستې او تغذیوي پروګرامونه زیات کړي او د ملاتړ ګامونه چټک کړي.د ملګرو ملتونو دا خبرداری یو ځل بیا څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري بحران تر ټولو سترې قربانیان ښځې او ماشومان دي او د عاجلو انساني مرستو اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

