د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په لغمان او بلخ ولایتونو کې څلور کسان د زندان او دورو په سزا محکوم شوي دي.دغه کسان د «واده نه مخکې اړیکو» او «له کوره تېښتې» په تور محاکمه او سزا شوي دي.د چهارشنبې ورځ، د وږي په ۱۹مه نېټه د یادې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په لغمان ولایت کې دوه تنه، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، د دوسیې له څېړلو وروسته په اوو کلونو بند محکوم شوي دي.په جلا خبرپاڼه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې یوه ښځه او یو سړی هم د محکمې د پرېکړې له مخې په یو کال بند او ۲۹ دورو وهلو محکوم شوي دي.دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د دورو یا زندان سزا په ښکاره یا د تړلو دروازو تر شا پر خلکو تطبیقوي.له طالبانو د بېرته واکمنېدو راهیسې، لسګونه کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته تورونو پر بنسټ، له سختو سزاوو سره مخ شوي، پرته له دې چې د عادلانه محکمې معیارونه په پام کې ونیول شي.طالبان بیا ټینګار کوي چې دغه سزاوې د «اسلامي شریعت» برخه بولي، خو د بشري حقونو بنسټونه او نړیوال سازمانونه دا کار د بشري حقونو ښکاره نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو سرغړونه ګڼي.په عین وخت کې، د ځینو کورنیو او محکوم شویو کسانو د ادعا له مخې، دا ډول محاکمې د وکیل د شتون پرته او په غیرشفافو شرایطو کې ترسره کېږي او تورنو ته د عادلانه دفاع فرصت نه ورکول کېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

