د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو خبر ورکړی چې پرون له یو زر څخه ډېرې افغان کورنۍ، له یو څه وخت بهر اوسېدو وروسته، بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.د باختر اژانس د شنبې په ورځ د وږي په ٢٢مه) خپور شوي راپور کې راغلي چې ټول ټال ۱۱۰۲ کورنۍ بېرته ستنې شوې دي.د راپور له مخې، له دې ډلې ۵۴۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۹۱ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۱۲۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو له پل او ۲۴۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې هېواد ته ورغلې دي.دغه بېرته ستنېدنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې درې ورځې وړاندې هم نږدې درې زره افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې وې.د ملګرو ملتونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغو کورنیو راتګ پر ښاري نفوس او ځایي بازارونو مستقیم اغېز لري او اړینه ده چې د اوسیدو ځای، روغتیا او د ماشومانو د زدهکړو په برخه کې جدي پاملرنه وشي.ځايي د طالبانو چارواکو هم ویلي چې د ستنېدونکو کورنیو د مرستې او د بېرته راستنېدنې د اسانولو لپاره ځانګړې برنامې په پام کې لري.د افغان کورنیو دغه بېرته ستنېدنه د هغو پرله پسې کډوالو او راستنېدنو یوه برخه ده چې د کلونو کړکېچ او اجباري کډوالۍ وروسته دوام لري او د نړیوالې ټولنې او مرستندویو سازمانونو پام یې ځانته اړولی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

