ملګري ملتونه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار د تازه بندیز له لګولو وروسته، په افغانستان کې د خلکو لپاره ځینې حیاتي مرستندویه خدمتونه درېدلي دي.د دې اعلامیې له مخې، د دغو بندیزونو دوام د مرستو وړتیا په پراخه کچه کموي او د زرګونو افغان ماشومانو او کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.عرفات جمال، د ملګري ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ استازی په افغانستان کې، ویلي: «موږ ټول په خپلو دفترونو کې د ښځو د کار پر بندیز اغېزمن شوي یو، موږ پرته له ښځو د خپلو دندو ترسره کولو توان نه لرو.»تېرې یکشنبې، د طالبانو ځواکونه د ملګري ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې او قراردادي مېرمنې د کابل دفترونو ته له ننوتو منع کړې. دغه ګام د ملګري ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له خوا هم تایید شوی دی.ملګري ملتونه مخکې غوښتنه کړې وه چې دا بندیزونه لرې شي څو ښځې وکولای شي په ازاد ډول خپلو دندو ته ستنې شي.په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځینه کارکوونکو پرته د مهمو چارو لکه د مېرمنو د راستنېدونکو مرکو، د نوم ثبتونې او د بایومتریک پروسو ترسره کول ناشوني دي. دغه چارې د فرهنګي او جنسیتي حساسیت له امله خورا ارزښت لري او د هغوی نه شتون د مرستو بهیر ګډوډوي.د کډوالو عالي کمېسارۍ (UNHCR) ویلي چې د مرستندویو مرکزونو او نغدي مرستو وېش په پولو او د هېواد دننه بند شوی، ځکه د ښځینه کارکوونکو پرته نوم ثبتول او د مرستو وېش ناشونی دی. دا موضوع د راستنېدونکو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چې نیمایي برخه جوړوي، لویه ستونزه رامنځته کړې ده.ملګري ملتونه خبرداری ورکړی چې د ختیځ افغانستان وروستي د زلزلې پېښې چې زرګونه مړه، ټپیان او د کورونو لوی زیانونه یې اړولي، یو بحراني وضعیت دی، او د ښځو د کار بندیز کولی شي د زلزلې قربانیانو د مرستو رسونې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخنیوی او د هغوی د دفترونو ته د ننوتو بندېز د ملګري ملتونو د کارکوونکو د امتیازاتو او معافیتونو پر نړیوالو قوانینو خلاف دی.په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګري ملتونو د دفترونو مخې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي څو د ښځو د ننوتو مخه ونیسي.راپورونه ښيي چې ښځینه کارکوونکې، ان د زلزلې زیانمنو سره د مرستې لپاره د سفر اجازه هم نه لري.ملګري ملتونه د دغو بندیزونو د جدي اغېزو په اړه د اندېښنې ترڅنګ له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړې لغوه کړي څو د ښځینه کارکوونکو په ګډون بشري خدمتونه په بشپړ ډول روان پاتې شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

