د ایران ځايي چارواکو اعلان کړی چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال چې د اقامت اسناد نه لري، د دوغارون له ځمکنۍ پوله له دې هېواده ایستل کېږي.مهدی رجبی، د تایباد د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال، پرون (شنبه، ۲۱ د وږي) د دوغارون د پولې د همغږۍ کمېټې په ناسته کې وویل:«په اوسط ډول هره ورځ درې زره افغان وګړي چې په ناقانونه ډول ایران ته دننه شوي، تر پېژندنې او قانوني مراحلو وروسته د دوغارون له لارې ایستل کېږي او د افغانستان اړخ ته سپارل کېږي.»نوموړي ټینګار وکړ چې کډوال باید یوازې د رسمي لارو او د اعتبار لرونکو اسنادو په لرلو سره ایران ته دننه شي. رجبي زیاته کړه چې «۹۰ سلنه ناقانونه افغان وګړي په خپله خوښه بېرته هېواد ته ستنېږي او پاتې نور د ایران د قضایي چارواکو په حکم ایستل کېږي.»ایران په تېرو کلونو کې افغان کډوال «غیرمجاز بهرني اتباع» بللي او څو ځله یې د هغوی پر ایستلو ټینګار کړی دی.په عین وخت کې، د بشري حقونو سازمانونو بیا پر افغان کډوالو د سختو فشارونو او بد چلندونو له امله پر ایران نیوکه کړې ده.د دوغارون پوله، چې د افغانستان او ایران تر ټولو مهمو رسمي لارو څخه ده، اوس د زرګونو افغان کډوالو د اجباري ستنېدنې اصلي ټکی ګرځېدلی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

