د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې په راتلونکو درې ورځو کې به د افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړي. په دې ناسته کې به د سرمنشي تازه راپور د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري حقونو او انساني بحران په اړه غړو ته وړاندې شي.د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، روزا اوتنبایوا، د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره، په وروستي ځل په دې ناسته کې ګډون کوي. د هغې ماموریت له دې ناستې وروسته پای ته رسېږي او نوی استازی به د هغې ځای ونیسي.د ملګرو ملتونو باوري سرچینو ویلي چې نوی استازی به ډېر غور پر بشري حقونو او د بنسټیزو ازادیو پر وضعیت ولري.دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې نړیواله ټولنه د طالبانو له لوري پر ښځو او خبریالانو د بندیزونو په اړه پراخه اندېښنه څرګندوي.ناسته چې په لومړي سر کې د سهشنبې لپاره پلان شوې وه، د مهالویش د بدلون له امله یوه ورځ وځنډېده او ټاکل شوې ده د چهارشنبې په سهار د نیویارک پر وخت ترسره شي.تمه کېږي چې په دې ناسته کې د سرمنشي د راپور تر وړاندې کولو او د اوتنبایوا له وینا وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی استازی هم د افغانستان د وضعیت په اړه خپل وروستي موندنې امنیت شورا ته وړاندې کړي.دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له سختو اقتصادي او انساني بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

