د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د پراختيايي پرګرام خبرداری ورکړی چې د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د زرګونو کورنیو حالت ډېر بحراني دی او که نړیواله بیړنۍ مرسته و نه شي، ګڼې کورنۍ به د ژمي په سړې هوا کې د ژوندي پاتې کېدو توان و نهلري.رزا اوتونبیایوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د خلکو پر استقامت او زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې ښځې د مرستو په بهیر کې مهم رول لري. هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل:«ملګري ملتونه د دې بحران د بیړني ځواب لپاره ۱۳۹ میلیونه ډالره غوښتنه کړې ده؛ که دا مرسته برابره نهشي، بې کوره کورنۍ به د ژمي ساړه و نه زغمي.»څو ورځې وړاندې د ۶ ریشتره زلزلې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونه ولړزول. د راپورونو له مخې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان دي او لسګونه زره تنه یې خپلې کورنۍ او شتمنۍ له لاسه ورکړې دي. په ډېرو کلیو کې کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او خلک په دښته یا لنډمهاله خیمو کې ژوند کوي.اناتولي بالونف، د ملګرو ملتونو د پراختيايي پرګرام سیمهییز مسوول چې د مرستو د همغږۍ او د تاوانونو د ارزونې چارې پر غاړه لري، اوسنی وضعیت یې «نهبیانېدونکی» وباله.هغه د یوې بېلګې په ډول وویل:«د دره نور ولسوالۍ د سوتان په کلي کې ۱۲ کسان وژل شوي چې اته یې ماشومان وو. تر ۴۰۰ زیات کورونه نړېدلي او خلک د وروسته له لړزېدو له وېرې خپلو نیمه وران کورونو ته ستنېدل نه غواړي.»د هغه په وینا، د خلکو بیړنۍ اړتیاوې د سرپناه، خوړو، څښاک اوبه، انرژي او رواني ټولنیزې مرستې دي.بالونف دا هم وویل چې د مړو څارويو پاتې شوني د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي او د آوارو ټولول د روغتیایي بحران د مخنیوي لپاره ډېر اړین دي.هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو پراختیایی برنامه د بیړنیو مرستو تر څنګ د ټولنې پر بنسټ د بیا رغونې پر پلان تمرکز لري؛ یعنې په خپله ژوندي پاتې شوي خلک به د خاورینو کورونو په پاکولو، د نوو کورونو په جوړولو او د بنسټیزو تاسیساتو په بیا رغاونه کې مستقیم رول ولري.ځايي چارواکو هم منلې ده چې مرګ او زیانونه ډېر پراخ دي او د کورنیو محدودو مرستو ترڅنګ د نړیوال ملاتړ شتون حیاتي اهمیت لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

