د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په تازه پېښو کې یو شمېر کسان په خوست او فراه ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په بدني سزا محکوم شوي دي.د دې محکمې د دوشنبې (د وږي ۲۴مه) د خبرپاڼې له مخې، یوه ورځ وړاندې په فراه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په عام میدان کې شپږ تنه د «اخلاقي فساد» او «لواطت» په تور په دورو وهل شوي دي.سرچینه زیاتوي چې پر هر یو تن ۳۹ د دورو ګوزارونه لګېدلي او سربېره پر دې، هغوی په پنځه کاله تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.د طالبانو د سترې محکمې په وینا، په دې ترڅ کې په خوست ولایت کې هم څو تنه د ورته تورونو په تړاو د خلکو پر وړاندې بدني سزا ته محکوم شوي دي.په عامه ځایونو کې د مجازاتو تطبیق په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ له جنجالي کړنو څخه ګڼل کېږي. دا ډله، سره له دې چې د بشري حقونو د مدافع سازمانونو او نړیوالې ټولنې پراخې نیوکې ورباندې شوې دي، بیا هم د خپلو سختو فقهي حکمونو د عملي کولو بهیر ته دوام ورکوي.د بشري حقونو مدافع سازمانونه بیا ټینګار کوي چې دغه ډول سزاګانې نه یوازې د انسان کرامت تر پښو لاندې کوي، بلکې په ټولنه کې د وېرې او وحشت فضا هم پراخوي. خو طالبان دا کړنې د «شرعي حدودو تطبیق» بولي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

