د طالبانو سیمهییزو چارواکو په بلخ کې تأیید کړې چې د دې ډلې د مشر هبتالله اخندزاده په لارښوونه، د فایبر نوري انټرنېټ عرضه په دې ولایت کې بنده شوې ده.د بلخ د والي ویاند حاجي زید وویل: «له نن نه د فایبر نوري انټرنېټ پرې شوی او نور عرضه نهشي کېدای.» نوموړي د پرېکړې دلیل «د منکراتو مخنیوی» وباله او زیاته کړه چې د خلکو د اړتیا لپاره کورنی بدیل به وړاندې شي، خو د بدیل څرنګوالی یې روښانه نه کړ.په کندهار او هلمند کې هم ځایي سرچینو تأیید کړې چې دغه خدمتونه د طالبانو په امر بند شوي دي. راپورونه وایي، پرېکړه دوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه په ناسته کې شوې وه.طالب چارواکي وایي چې فایبر نوري انټرنېټ یوازې د بانکونو، ګمرکاتو او ځینو دولتي ادارو لپاره فعال پاتې دی، خو د دغو ادارو فعالیتونه له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.افغانستان له ۲۰۰۷ کال راهیسې د سیمې د فایبر نوري شبکې سره نښلول شوی و؛ پروژه چې شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالرو لګښت پرې شوی او له اوو نقطو د مرکزي او جنوبي آسیا شبکو ته وصل ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

